ایکنانیوز له سمنانه راپور راکوي، د پوهنتوني جهاد مشر حسن مسلمي ناظيني د سمنان د درستو پوهنتونونو دمشرانو په ټول کې په همفکرۍ ناستې کې ددې خبرې په کولو سره چې پوهنتوني جهاد اداره چمتووالی لري چې د درستو پوهنتونونو له ظرفیّت او توانمنیو استفاده وکړي ووئيل، د ولایت پوهنتونونه د یوه ډير مخاطب لرونکي رسندوئې په توګه د ایسنا خبری آژانس له ظرفیتونو څخه او همدارازا د ایکنا خبری آژانس له توان څخه چې ددنیا په ۲۱ژوندیو ژبو تولیدات ژباړي ،استفاده کولی شي.
مسلمي نائيني دغه راز د محصیلینو د قرآني نړیوالو سیالیو د احیاء لپاره دخپل پروګرام خبر ورکړ او وې وئيل، دغه سیالو په تیرو وختونو کې د هیواد په پوهنتونو نو کې ډير ځوږ او ولوله رامینځة کړېوه ،خو دغه سیالۍ پّ تیرو وختونو کې چټي شوي چې پوهنتوني جهاد اداره په دغه پړاؤ کې ئې په بیا احياء پسې ده.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې هم په ملی سویه او هم په نړیواله سویه د مححصیلیونو د قرآنی سیالیو په احیاء پسې یوو، یادونه وکړه ،دمحصیلینو مناظرې په پوهنتوني جهاد ادارې کې یو بل مهم ظرفیّت دی او تر اوسه پورې په دغو مناظرو کې له درست هیواده څه دپاسه ۱۴محصیلینو ګډون کړی دی.